هرات کې دوه ماین خښوونکي ووژل شول.

تېره ورځ د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې دوه ماین خښوونکي وژل شوي دي.
یادو ترهګرو غوښتل د "رود ګز" کلي پر لاره بشکه يي ماین ځای پر ځای کړي، چې خپل لاسی ماین پرې چاودلی او په ترڅ کې یې دوه ماین خښوونکي وژل شوي دي.
د یادونې ده چې د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا په شینډنډ ولسوالۍ کې هم له یوې ماین چاودنې مخنیوی شوی دی.