هرات کې د ترهګرو طالبانو یو ډلمشر ووژل شو.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۱:۴۹
ب

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر "اختر محمد" سربېره یو بل ترهګر طالب وژلی دی.
یادو ترهګرو غوښتل چې په رباط سنګي ولسوالۍ کې په ترهګریزو فعالیتونو لاس پورې کړي، چې هدف ته رسېدو مخکې ووژل شول.
له دې کسانو څخه یو میل پیکا او یو عراده موټر سایکل هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.