لوګر کې د ځانمرګو بریدونو طراح ونیول شو.

لوګر ولایت کې د ترهګرو طالبانو د ځانمرګو بریدونو طراح او سازماندهي کوونکي نیول شوی دی.
دا کس تېره شپه د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې نیول شوی.
یاد کس د موټر بم په لېږد او د ځانمرګو په طرح کولو کې مهم او کلیدي نقش درلود، چې له ده څخه یو موټر هم چې غوښتل یې د موټربم لپاره یې تیار کړي، نیول شوی دی.