فاریاب کې ۶۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت په بلچراغ، دولت اباد، المار، قیصار، خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې ۴۵ طالب ترهګر وژلي او ۱۹ نور یې ټپيان کړي دي.
د دې عملیاتو پرمهال د ترهګر طالبانو یو ډېر شمېر وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې د عملیاتو په لړ کې ۱۱ سرتېري ټپيان شوي او ملکی خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.