Pastنور دلته
کابل کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د دویمې، څلورمې،. . .
پروان کې دوه تنه د مقناطیسي ماین د ځای پر ځای کولو په تړاو نیول شوي او لوګر کې د ماین او مهماتو یو پټنځای له منځه یوړل شو
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه په وسایطو کې د مقناطیسي ماین د ځای پر ځای کولو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان هغه مهال تر پېژندنې وروسته نیول. . .
د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۱۲ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول
د بلخ، نیمروز، کابل او تخار ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۲ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي. . .
"د پولیسو ځواکونو د راتلونکي سند" د مسودې په اړه غونډه ترسره شوه
نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست محمد مسعود اندرابي له لوري "د پولیسو ځواکونو د راتلونکي سند" په اړه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل. . .
ستر امنیتي معین د عاشورا ورځې د لمانځلو په موخه د خلکو له امنیتي کمېسیون او د کابل پولیسو له مشرتابه سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د عاشورا ورځې د خلکو د امنیتی کمېسیون له غړو سره په لیدنه کې وویل:"که څه هم د یادې ورځې لپاره ټول امنیتي تدابیر په پام کې. . .
پولیسو د هېواد په درېیو ولایتونو کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی
د ملي پولیسو منسوبینو د میدان وردګو، غزني او هرات ولایتونو په اړوند سیمو کې د څلورو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د میدان وردګو په. . .
د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۹ تنه د وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول
د ننګرهار، کاپیسا او فاریاب ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د ژوبلې او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو. . .
پولیسو د هېواد په درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او او قاچاق په تړاو ونیول
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تخار، پروان او خوست ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو. . .
د کابل د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار امنیتي غونډه ترسره شوه
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع نن مازدیګر د کابل له امنیتي ټيم سره وکتل او د کابل امنیت نیمګړتیاوې یې واورېدې.
د دې غونډې په پایله کې د کابل ښار د ۱۶مې او. . .