پروان کې دوه تنه د مقناطیسي ماین د ځای پر ځای کولو په تړاو نیول شوي او لوګر کې د ماین او مهماتو یو پټنځای له منځه یوړل شو
![6](/sites/default/files/2020-08/117978165_1778744182263471_2934518144567522192_o_13.jpg)
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه په وسایطو کې د مقناطیسي ماین د ځای پر ځای کولو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان هغه مهال تر پېژندنې وروسته نیول شوي، چې غوښتل یې د سالنګ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې په یوه موټر کې مقناطیسي ماین ځای پر ځای کړي، چې له یو کړۍ ماین سره یو ځای نیول شوي دي.
همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې ځینې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ماین او مهماتو یو پټنځای کشف او له منځه وړی دی.
له یاد پټنځای څخه پنځه کړۍ بوشکهيي ماینونه، یو کړۍ فشاري ماین، دوه کړۍ لاسي بمونه، د بم غورځوونکي پنځه ډزه ګولۍ او یو اندازه نظامي تجهیزات ترلاسه شوي او په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.