د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۹ تنه د وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۱:۰
6

د ننګرهار، کاپیسا او فاریاب ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د ژوبلې او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په درېیمه ناحیه کې شپږ غله، د کاپیسا ولایت په حصې دوم کوهستان ولسوالۍ کې دوه تنه د وسله والو غلاو او ژوبلې او همدارنګه د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې هم یو کس د یوه ځوان د ژوبلې په تور نیول شوي دي.