د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۱۲ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

د بلخ، نیمروز، کابل او تخار ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۲ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له ډلې؛ د بلخ ولایت د مزارشریف ښار په دویمه ناحیه کې درې غله او په خلم ولسوالۍ کې دوه قاتلین او متکرر مجرمین، د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په څلورمه ناحیه کې څلور حرفوي غله، د کابل ولایت په څلورمه ناحیه کې یو قاتل او همدارنګه د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم یو کس د وژنې په تړاو نیول شوي دي.
په همدې حال کې، د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د قره باغ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو حرفوي غل له یو عراده غلا شوي موټر سره یو ځای نیولی دی.