ستر امنیتي معین د عاشورا ورځې د لمانځلو په موخه د خلکو له امنیتي کمېسیون او د کابل پولیسو له مشرتابه سره وکتل

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۶:۳۴
5

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د عاشورا ورځې د خلکو د امنیتی کمېسیون له غړو سره په لیدنه کې وویل:"که څه هم د یادې ورځې لپاره ټول امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي، خو بیا هم د امنیتي ستونزو د پیدا کېدو پرمهال دې خلک له امنیتي ځواکونو سره کلکه همکاري وکړي، څو د هېواد دښمنان او هغه خلک چې غواړي دا ورځ اخلال کړي مخه یې ونیول شي."
دغه راز ښاغلي قانع د امنیتي حوزو امرینو ته په کلک ټينګار سره وویل، له دې وروسته په دندو کې غفلت او ناغېړي په هېڅ صورت د منلو نه دی او هر هغه چا چې غفلت وکړ نه یوازې دا چې له دندې به ګوښه شي، بلکې څارنوالۍ ته به هم ور وپېژندل شي.
ستر امنیتي معین د امنیتي حوزو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو سیمو کې د ټولو جوماتونو، تکیه خونو او مذهبي ځایونو لپاره دې د جوړ شوي امنیتي پلان له مخې کلکه امنیتي تابیا ونیسي څو هېڅ راز امنیتي ستونزه رامنځته نشي.