پولیسو د هېواد په درېیو ولایتونو کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۵:۳۰
5

د ملي پولیسو منسوبینو د میدان وردګو، غزني او هرات ولایتونو په اړوند سیمو کې د څلورو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې، د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په "ګدام قلعه" کې او همدارنګه د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په "امام شش نور" او د ګلران ولسوالۍ په بازار کې ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترهګریزو پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدې، مخنیوی شوی دی.