خبرونه
بلخ کې پنځه تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو نیول شوي دي.
د نیول. . .
کونړ کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول شول.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
نیول شوي کسان هر یو ادریس او عزیز الله نومېږي او د کونړ. . .
پکتیا کې درې ماین خښوونکي ووژل شول.
د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې درې ماین خښوونکي وژل شوي دي.
ماین خښوونکو غوښتل د احمد ابا ولسوالۍ په افضل خېلو سیمه کې د سړک پر سر ماین خښ کړي، چې ماین پرې چاودلی او په پایله کې. . .
فراه کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د برید هڅه وکړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو. . .
تخار کې دوه تنه د یوې ماشومې د وژنې په تور ونیول شول.
تېره ورځ دوه تنه هر یو فواد او مور یې فاطمه د یوې ماشومې د وژنې په تور ونیول شول.
نیول شویو کسانو څو ورځې دمخه د تخار ولایت د تالقان ښار په شهر کهنه سیمه کې یوه پنځه کلنه نجلۍ اسما. . .
کاپیسا کې یو ځانمرګی بریدګر ونیول شو.
تېره ورځ د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو لخوا یو ځانمرګی بریدګر ونیول شو.
یاد کس پاکستانی تبعه دی او غوښتل یې په تګاب ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وکړي، . . .
فاریاب کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي ونیول شول.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي نیولي دي.
یاد کسان د پشتونکوټ ولسوالۍ د امام صاحب کلي. . .
ننګرهار کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یاد ولایت په مهمندرې، روداتو او خوګیانو ولسوالیو کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د مهمندرې په ګردي غوث، د روداتو په. . .
بلخ کې د ترهګرو طالبانو اکمالاتي مسوولین ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د اکمالاتي مسوولینو د نیولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه هر یو شاهپور،. . .
