بغلان کې د ترهګرو طالبانو د ګڼ شمېر ډلمشرانو په ګډون ۲۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۴:۳۵
ذ

امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د بغلان ولایت په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او کیله ګي سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
په وژل شویو ترهګرو طالبانو کې مولوي حاجي خان د ډنډ غوري لپاره د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون مسوول، مولوي انور د ترهګرو طالبانو د نومول شوې محکمې مسوول، انجینیر سورګل د ترهګرو طالبانو کلیدي ډلمشر او یو شمېر نور مهم ډلمشران او غړي شامل دي.
د یادونې ده چې په ۱۸ ټپيان شویو کې د بغلان ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د والي مرستیال قاري بختیار هم شامل دی.