کابل کې درې تنه د وسله والې غلا په تړاو ونیول شول

تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار په نهمې ناحیې کې درې کسان د وسله والې غلا په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د کابل ښار په لومړۍ، اتمې، نهمې او شپاړلسمو ناحیو کې په وسله والو غلاوو لاس پورې کوه.