تالقانو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۲:۵۶
f

نن امنیتي او دفاعي ځواکونو د تخار ولایت د تالقان ښار په اړوند سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات پیل کړي، چې تر دې مهاله پکې درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
افغان ځواکونو د چینزه يي سیمې په شینوارو کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر پټنځایونه هم له منځه وړي دي.
د یادونې ده چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو دا عملیات به د یادو سیمو تر بشپړې تصفیې دوام ولري.