لوګر کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ووژل شو.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په ابازک کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر "رحمت الله" نومی وژلی دی.
له یاد کس څخه یو عراده موټر سایکل، یو میل وسله، یوه پایه مخابره او یو شمېر نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.