خبرونه
خوست کې؛ پولیسو د کوکنارو کروندې اړولي
د خوست امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ددغه ولایت په علي شير ولسوالۍ کې په شاوخوا یو زر او ۱۹ متر مربع ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
بلخ او بغلان کې؛ پولیسو د کوکنارو کروندې اړولي او ۲۲ روږدي کورونو ته رخصت شوي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ۱۰ جریبه کوکنار اړولي دي.
همداراز یادو منسوبینو د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې ۲۲ روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت کړي دي.. . .
۵ ولایتونو کې؛ پولیسو د کوکنارو کروندې تخریب او ۶ تنه نیولي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو بدخشان کې ۱۰ جریبه نشه یي کروندې له منځه وړي دي.
همداراز پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو یو تن له ۶ کیلو تریاکو او یو ميل کلاشینکوف سره په هرات، درې. . .
امنیتي ځواکونه: ۹ ولایتونو کې ۲۹ تنه نیول شوي
امنیتي ځواکونو د هیواد په نهو ولایتونو کې د غلا، قمار، ناقانونه وسلو لرلو او اخلاقي فساد په تړاو ۲۹ تنه نیولي دي.
له منځه یې، نیمروز کې پنځه تنه د موټرونو د غلا په تړاو، شپږ جوارګر په. . .
۹ ولایتونو کې؛ امنیتي ځواکونو ۴۳ تنه نیولي دي
امنیتي ځواکونو په سرپل، خوست، سمنګان، ننګرهار، کندز، کندهار، تخار، هرات او غزني کې ۴۳ تنه د غلا، جوارګرۍ، قاچاق او کوډو کولو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، خوست کې پنځه تنه د غلا په تړاو. . .
۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴ تنه نیولي او د کوکنارو کروندې یې له منځه وړي
پولیسو د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په عملیاتو کې نهه جریبه کوکنار په لغمان، اته جریبه د بلخ په چمتال ولسوالۍ او څو جریبه نور په سرپل ولایت کې اړولي دي.
ورته مهال امنیتي ځواکونو د. . .
زابل کې؛ پولیسو څه باندې درې ټڼه نشه یي توکي سوځولي
د زابل نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په مرکز او ددغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې څه باندې درې ټنه نشه یي توکي کشف کړي او ۶ تنه یې په تړاو نیولي دي.
د یاد ولایت نشه یي توکو سره د مبارزې. . .
غزني کې د اورلګیدني مخنیوی وشو
د غزني ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د اطفایي مسلکي ټیم د زراعتي تخمونو په دکان کې د اورلګيدو مخه نیولې ده.
د یادونې وړه ده چې دغه اورلګیدنه د بریښنا د شارټۍ. . .
هرات او زابل کې: پولیسو نشه یي کروندې تخریب او د ومانو د پروسس دوه کارخوني سوځولي
د هرات نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ددغه ولایت په زاول او اوبه ولسوالیو کې څه باندې ۱۳ زره متره مربعه ځمکه د کوکنارو له کروندو پاکه کړې ده.
همداراز د زابل نشه یي توکو سره د مبارزې. . .