د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۶
asdfas

​د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې ۱۳۴ کیلوګرامه چرس او ۷ زره و ۸ سوه نشه‌یي ګولۍ په بدخشان ولایت کې، ۳۶ کیلوګرامه شیشه، تریاک او هیروئین په کابل او ۷۸ کیلوګرامه نور نشه‌یي توکي د کندوز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې کشف او ضبط کړي دي.
​دیادو نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۱ تنه هم نیول شوي، چې له څېړنو او د اړوندو دوسیو له جوړولو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.