​د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۱ تنه د غلا، قتل او نامشروع اړیکو په تړاو په ۵ ولایتونو کې ونیول.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۵۳
asdfa

​له نیول شوو کسانو څخه؛ ۴ تنه له یوه کور څخه د ۹۶ زره افغانیو د غلا په تړاو په بادغیس، ۲ تنه د قتل په تړاو په سرپل، ۲ تنه د یوه موټر سایکل د غلا په تړاو په دایکندي، ۲ تنه د نامشروع اړیکو په تړاو په نورستان او یو بل تن د موټر سایکل د غلا په تړاو په زابل ولایت کې نیول شوي دي.