خبرونه
د لغمان ولایت له بېلابېلو سیمو ۵۷ روږدي کسان راټول او روغتیايي مرکز ته معرفي شول
د لغمان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۵۷ په نشو روږدي کسان راټول کړل.
یاد روږدي د. . .
هرات ولایت کې د غلو، د شرابو د تولیدوونکو او د نشهيي توکو د قاچاق وړونکو څو ډلې ونیول شوې
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وایي، چې امنیتي ځواکونو د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخانه کشف کړې او له منځه وړې. . .
تخار کې د ۱۷ کیلوګرامو تریاکو د قاچاق مخنیوی وشو
د تخار ولایت له نشهيي توکو سره د مبارزې منسوبینو، د یو کشفي اقدام په ترڅ کې یو تن چې ۱۷ کیلوګرامه تریاک یې په مهارت په یو موټر کې ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې چې نامعلوم ځای ته یې. . .
په لغمان کې د غلا په تړاو دوه تنه نیول شوي او یو شمیر مهمات کشف شوي دي
د لغمان ولایت د امنیې قومندانۍ امنیتي منسوبینو د یو لړ کشفي عملیات په ترڅ کې، دوه تنه د سرو زرو د غلا په تړاو نیولي دي. نیول شویو کسانو غلا شوي زر په یو زرګر باندې پلورلي وو.
د دې قضیې. . .
لغمان او خوست کې؛ شپږ تنه د نشهيي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو، په څو جلا اقداماتو کې شپږ تنه له یوې اندازه چرسو او نشهيي ګولیو سره د خوست او لغمان ولایتونو په مربوطاتو کې نیولي دي، چې له. . .
په پکتیکا او فراه کې اووه تنه د غلا او د وسلو د ناقانونه ګرځولو په تړاو ونیول شول
د پکتیکا ولایت امنیې قوماندانۍ ځواکونو د دغه ولایت د مرکز ښرنې ښار په محمدخېلو سیمه کې پنځه تنه د یو چټک اقدام په ترڅ کې هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې له یو دکان غلا وکړي. همدارنګه، د. . .
امنیتي ځواکونو په پکتیا کې د وسلو د قاچاق مخه ونیوله
د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز–زرمت پر لویه لار د خالد بن ولید قطعې د شرطې ځواکونو ۳۰ میله توپنچې او ۱۳ میله کلاشنکوفونه کشف او ضبط کړل، چې د پټان ولسوالۍ له لارې غزني ولایت ته قاچاقکېدل.. . .
د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت د تعمیراتو لوی ریاست د تأسیساتو رئیس، مولوي فضل الرحمن حقاني، د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره. . .
په هرات او هلمند ولایتونو کې د نشهيي توکو د تولید یوه کارخانه، نشهيي توکي او د هغوی لومړني مواد کشف او ضبط شول
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، د دغه ولایت د فارسي، پښتون زرغون، چشت او اوبې ولسوالیو په مربوطاتو کې د نشهيي توکو د تولید یوه کارخانه، له څه. . .
