د لغمان ولایت له بېلابېلو سیمو ۵۷ روږدي کسان راټول او روغتیايي مرکز ته معرفي شول
د لغمان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۵۷ په نشو روږدي کسان راټول کړل.
یاد روږدي د درملنې په موخه کابل ولایت ته ولېږدول شول او د «امید» ۲۰۰ بستریز روغتیايي مرکز ته ور وپېژندل شول.