په لغمان کې د غلا په تړاو دوه تنه نیول شوي او یو شمیر مهمات کشف شوي دي
د لغمان ولایت د امنیې قومندانۍ امنیتي منسوبینو د یو لړ کشفي عملیات په ترڅ کې، دوه تنه د سرو زرو د غلا په تړاو نیولي دي. نیول شویو کسانو غلا شوي زر په یو زرګر باندې پلورلي وو.
د دې قضیې په تړاو، له هغوی څخه ۴۶۰ زره افغانۍ او ۵۰۰ امريکايي ډالر بېرته ترلاسه شوي دي.
همدارنګه، د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ امنیتي مسؤلینو د نورو امنیتي ارګانونو په همکارۍ، د یادې ولسوالۍ د سایګل درې په بطیان سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال، د دهشکې ۸ بکسې مرمۍ او د هاوان د ګولیو یو بکس کشف او ضبط کړي دي.