په کندوز او تخار ولایتونو کې ۸۸ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۱
asdfaf

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځواکونو، د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۵۱ کیلوګرامه تریاک د کندوز ښار په پنځمه ناحیه کې، ۳۷ کیلوګرامه تریاک د تخار ولایت په مربوطاتو کې او ۱۶ سوه دانې نشه‌يي ګولۍ په هلمند ولایت کې کشف او ضبط کړي دي.
په دې تړاو اووه تنه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپآرل شي.