په درېیو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۴ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو د روانې اوونۍ په ترڅ کې د کاپیسا ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۰ تنه د بېلابېلو جرمونو، لکه غلا، قتل او خپلمنځي شخړو په تړاو نیولي دي.
همدارنګه، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د یو موټرسایکل د غلا او یو بل تن په فراه ولایت کې د انساني قاچاق په تړاو نیولي دي.
د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني اجراآتو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.