خبرونه
کابل کې د یوې جنایتکارې ډلې ډلمشر ضمیر مشهور په "هودخېل" له یوه همکار سره یې محمود مشهور په "ګرګ" له پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته ونیول شول
ضمیر مشهور په هودخېل چې د یوې جنایتکارې ډلې ډلمشري یې کوله، کابل ښار کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته په ژوبل حالت کې له یوه همکار محمود مشهور په ګرګ. . .
هلمند کې د چاودېدونکو توکو درې ډیپوګاڼې کشف او له منځه یوړل شوې
ملي پولیسو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو د چاودېدونکو توکو درې ډیپوګاڼې کشف او له منځه وړې دي.
په یادو. . .
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دوه تنه د یو شمېر هیرویینو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو دوه تنه د یو شمېر هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو دوه نیم کیلو ګرامه هیرویین په یوه سفري بیک کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې. . .
کابل کې څلور تنه د غلا او غیرقاني موټر ګرځونې په تړاو ونیول شول
پولیسو د کابل ښار د پنځمې او شپږمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې څلور تنه د غلاوو، شکونې، لارنیونو او د غیرقانوني موټر ګرځونې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه یو کس د پنځمې امنیتي. . .
د کابل نړیوال هوايي ډګر کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو
د سرحدي پولیسو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې یو کس د هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس یو شمېر هیرویین په یوه بیک کې په ځیرک ډول. . .
د جرمونو په کمولو کې د دیني عالمانو نقش د پام وړ دی
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل ښار د دیني عالمانو شورا له رییس او غړو، د جوماتو، حسینیاوو او تکیه خونو له مشرانو سره د جرمونو د کموالي په اړه بحث او خبرې وکړې او د جرمونو د ټیټولو په. . .
پولیسو کابل کې یو کس چې پر ملکي خلکو یې ډزې کړې وې، نیولی
پولیسو د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هغه کس نیولی چې پر ملکي خلکو یې د ګولیو ډزې کړې وې.
یاد کس تېره ورځ درې تنه ملکي وګړي د ګولۍ د ډزو په وسیله ټپيان کړي وو.
دغه کس د. . .
کندهار هوايي ډګر کې درې تنه د هیرویینو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د سرحدي پولیسو منسوبینو په کندهار هوايي ډګر کې درې تنه د یو شمېر هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو تېره ورځ غوښتل ۹۹۲ ګرامه هیرویین بهر ته قاچاق کړي.
کابل کې پنځه تنه د غلا او د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول
پولیسو کابل ښار کې د څلو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه د غلا، چپاولګرۍ او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د کابل ښار د دویمې او شپاړلسمې. . .
