د هېواد په درېیو ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو د اتو تنو د نیول کېدلو سربېره په کندوز کې یو اندازه مهمات او نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۴:۲۹
5

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په ننګرهار، فاریاب او کونړ ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو له ۱۹ کیلوګرامه "چرس، کا تابلېت او ښيښه" سره یو ځای نیولي دي.
بلخوا دې ځواکونو د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم ځینې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې یو اندازه نشه يي توکي چې څلور کیلوګرامه "چرس، الکولي څښاک او نشه کوونکي تابلېتونه" او همدارنګه یو شمېر جنګي مهمات چې لاسي بمونه او د کلاشینکوف ګولۍ په کې شاملې وې، له یوه استوګنیز کور څخه کشف ترلاسه کړي دي.