سلګونه داوطلب ځوانانو د عامه ساتنې د جلب او جذب بهير ته نوم ليکنه وکړه

د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندانۍ کې د ساتونکو د جلب او جذب بهير پيل شو، چې سلګونه داوطلب ځوانانو پکې برخه واخيسته او نوم ليکنه يې وکړه.
ګډونوالو په ډېره لېوالتيا ګډون کړى او هر يو يې غواړي، چې د عامه ساتنې د ساتونکي په توګه جذب شي.
د جلب او جذب بهير په پيل کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ مسٶلينو، د مننې ترڅنګ د داوطلبانو په لېوالتيا او پراخ ګډون د خوښي څرګندولو ترڅنګ وويل، چې د عامه ساتنې د ساتونکو د جذب او نوم ليکنې بهير په پوره روڼوالي او د ټاکل شوي طرزالعمل سره سم ترسره کيږي.
د جلب او جذب په دغه بهير کې داوطلبانو د نوم ليکنې له منظم او روڼ بهير څخه خوښي څرګندوله.
يو تن داوطلب شمس الدين چې د عامه ساتنې د ساتونکي لپاره يې نوم ليکنه کوله، د خوښۍ ترڅنګ يې وويل: (غواړم دلته ساتونکى شم، دا به زما لپاره وياړ وي چې عامه ساتنه کې برخه واخلم، د نوم ليکنې بهير ښه روان دى، شفافيت، نظم او اصول مرعات شوي دي او هر داوطلب بې واسطې پروسه مخته وړي).
د عامه ساتنې ملي تصدي 1000 تنه نوي ساتونکي جذبوي، چې په لومړي پړاو کې به يې 300 کسان جذب شي.