د هېواد په دوو ولایتونو کې درې قاچاقبران ونیول شول
![ق](/sites/default/files/2020-08/117978165_1778744182263471_2934518144567522192_o_1.jpg)
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد ځینې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو قاچاقبر د نشه يي توکو د پلور په تړاو له څه باندې ۱۰ کیلوګرامه هیرویینو سره یو ځای نیولی دی.
په همدې حال کې؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د خوست ولایت په دوه منده ولسوالۍ کې هم د نشه يي توکو دوه قاچاقبران له ۲۸ کیلوګرامه چرسو سره نیولي دي.