د هېواد په درېیو ولایتونو کې د ۷ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۹:۵
7

aد ملي پولیسو منسوبینو د پکتیکا، غزني او زابل ولایتونو په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د سړک غاړې د ۷ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر لاره، د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو او همدارنګه د زابل ولایت د مرکز کلات ښار او شهرصفا ولسوالۍ په اړوند پرتو سیمو کې ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ شوي دي.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترورېستي پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدې، مخنیوی شوی دی.