د تامیناتي چارو معین د اپس سیستم د چارو د چټکتیا په پار نورستان ولایت ته سفر وکړ

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۷ - ۱۳:۳۴
ا

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین ریاض درمل نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بشري سرچینو د نوي سیستم د تطبیق او د ملي پولیسو د پرسونل د معاشونو د ورکړې سیستم (APPS) چارې له نږدې وڅارې.
ښاغلي درمل په نورستان کې د ملي پولیسو له قطعو او جزوتامونو د کتنې سربېره؛ په ياد ولایت کې د مېشتو ځواکونو د اعاشې او اباتې څرنګوالی وارزوه او د ترسره شویو چارو او لاسته راوړنو راپور یې واورېده. ریاض درمل د نورستان ولایت د پولیسو له مشرتابه غوښتنه وکړه، څو د اپس (APPS) سیستم د تطبیق په برخه کې یې چارې لا ګړندۍ کړي.
د یادونې وړ ده چې د معاشونو د ورکړې او د بشري سرچینو نوی سیستم په کورنیو چارو وزارت کې د شته بشري سرچینو د څارنې، د پولیسو منسوبینو د مخینې د ښه والي، ملي پولیسو ته د غوره رسېدنې، د فساد کچې د ټیتېدو او په ټوله کې د یاد سیستم د بشپړ تطبیق لپاره دی. د دې سیستم په تطبیق سره به د کورنیو چارو وزارت وتوانیږي، څو د ټول هېواد په کچه د ملي پولیسو معاشونه پر وخت او بې له ځنډه ترسره کړي.