Pastنور دلته
د پولیسو رهبرۍ د لوړو زده کړو له قومندانۍ څخه نږدې ۱۰۰ تنه منسوبین فارغ شول
نن د پولیسو رهبرۍ د لوړو زده کړو له قومندانۍ څخه د ملي پولیسو ۹۸ منسوبین له څلور کلنو زده کړو ترلاسه کولو وروسته د لېسانس په کچه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په همدې تړاو جوړ شوي محفل کې. . .
نیمروز کې له یوې ترهګریزې پېښې مخنیوی شوی
نن د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت له اړوند سیمو د ترهګرو طالبانو د اوه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د زرنج-چخانسور پر عمومي سړک. . .
پولیسو غزني کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی
د غزني ولایت پولیسو د دې ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د مرکز اړوند د څلورم سمت ماموریت په سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف. . .
میدان وردګو کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو او مهماتو یو پټنځای د پولیسو لاسته ورغلی
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو سره یو ځای د میدان وردګو ولایت د مرکز په اړوند قول هزاره سیمه کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د. . .
کندز کې ۱۲ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونو په کندز ولایت کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
امنیتي او دفاعي ځواکونه د کندز ولایت د مرکز اړوند په قهوه خانه او تلوکه کلیو کې له ترهګرو. . .
فاریاب کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوالۍ په "میراباد" سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په پایله کې يې درې ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.
پدې. . .
د پشتون زرغون ولسوالۍ سلګونه کورنۍ د ترهګرو طالبانو له محاصرې خوشي شوي او لس ټُنه خوراکي توکي پرې وېشل شوي
امنیتي او دفاعي ځواکونو د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ "طاقچه" سیمه چې د سرطان میاشتې راپدېخوا د ترهګرو طالبانو په ولکه کې وه، بیاځلي یې تصرف کړې او د یادې سیمې زرګونه تنه مېشتي یې. . .
هلمند کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې. . .
پولیسو اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي
د فاریاب، بدخشان، کاپیسا او هرات ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور، قاچاق او ساتنې په تړاو نیولي دي.
له دې. . .