د پولیسو رهبرۍ د لوړو زده کړو له قومندانۍ څخه نږدې ۱۰۰ تنه منسوبین فارغ شول
نن د پولیسو رهبرۍ د لوړو زده کړو له قومندانۍ څخه د ملي پولیسو ۹۸ منسوبین له څلور کلنو زده کړو ترلاسه کولو وروسته د لېسانس په کچه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په همدې تړاو جوړ شوي محفل کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع د یادو منسوبینو فراغت د ملي پولیسو د ظرفیت لوړونې، توانایۍ او مسلکي سازۍ په برخه کې مهم یاد کړ.
لوی پاسوال عبدالصبور قانع وویل چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د ستراتیژیکو ښونو په برنامو کار کوي څو وکولای شي په هېواد کې دننه او باندې د ملي پولیسو د منسوبینو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زده کړې زمینه برابره کړي.
ښاغلي قانع همداراز زیاته کړه چې ملي پولیس خپلې دندې د قانون پر بنسټ بې له کومو شخصي، قومي، سمتي او ډلو ټپلو سلیقو د مسلکي مهارتونو له مخې ترسره کوي.
ورپسې د ملي پولیسو رهبرۍ او لوړو زده کړو قومندانۍ قومندان پاسوال محمد جمعه عدیل د یاد ښونیز بنسټ په تړاو راپور وړاندې کړ او د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ له ځانګړنې پاملرنې یې مننه وکړه.
ښاغلي عدیل زیاته کړه چې یادو منسوبینو د څلورو کلونو په موده کې په حقوقي، ټولنیز، ټولنپوهنې، جنایي، مدیریت او رهبرۍ برخو کې ځانګړې زده کړې ترلاسه کړې دي.
په پای کې دویم څارن لعل محمد نظامي د فارغینو په استازیتوب د یاد بنسټ له استادانو او کارکوونکو او په ځانګړې توګه بیا د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ مننه وکړه، چې د ملي پولیسو لپاره یې د لوړو زده کړو ځانګړي پرګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.
نوموړي وویل چې په هره پیمانه چې دوی ته په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شي، نو په هماغه کچه کولای شي له جنایي جرمونو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مسلکي عمل وکړي.
غونډه فارغ شویو منسوبینو ته د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال او د دې ښونیز بنسټ د رهبرۍ لخوا د سندونو په ورکړې پای ته ورسېده.