هلمند کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۱:۴۱
غ

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو د ماین جوړونې درې کارخونې، څلور پټنځایونه، ۱۲ کړۍ ماینونه، یو عراده موټر او یو عراده موټرسایکل هم له منځه وړل شوي دي.