د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

hakimi-moi
1


د بهسود د امنیتي وضعیت څارونکي پلاوي خپلې موندنې له کورنیو چارو وزارت سره شریکې کړې.
د میدان‌وردک ولایت د بهسود ولسوالۍ د امنیتي وضعیت ګډ څارونکی امنیتي پلاوی چې تېره اونۍ یادې ولسوالۍ ته تللی و، له متنفذینو سره یې د کتنې په ترڅ کې د دې ولسوالۍ امنیتي وضعیت له نږدې وارزوه او پایله یې له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړه.
کورنیو چارو وزارت د یاد پلاوي د موندنو پر بنسټ د میدان‌وردک ولایت د بهسود مېشتو ملکي مرګ ژوبله په جدي ډول څېړي. 
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د همدې قضیې په پار د میدان‌وردکو امنیه قوماندان کابل ته راغوښتی، څو موضوع په بشپړ ډول وارزوي او د سرغړوونکو د پېژندنې په صورت کې به د دوی پر وړاندې د قانون په رڼا کې عمل ترسره شي.
د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرتابه ډاډ ورکوي، چې اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه به د قانون د تنفیذ او همدارنګه د خلکو د امنیت ساتنې په برخو کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او له افغانستان څخه د دفاع سپېڅلې دندې به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې په بې پرې ډول ترسره کړي.

مطبوعاتي اعلامیې

جمعه ۱۴۰۰/۵/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز  د مشر دواخان مینه پال د شهادت په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

په ژورې خواشینۍ سره ترهګرو نن د کابل ښار په اوومه حوزه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال شهید کړ.

جمعه ۱۴۰۰/۵/۸ - ۲۲:۲۴
Background image

په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو سازمان پر دفتر د ترهګرو طالبانو د برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

ترهګرو طالبانو نن سهار د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو (یونما) پر دفتر برید کړی، چې له امله یې د عامه سات

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳۱ - ۱۴:۱۷
Background image

ننګرهار کې د ترهګرو د توغندي له امله د یوې کورنۍ پینځه غړي شهیدان شول

تېره شپه ترهګرو د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ په سور کمر سیمه کې پر یوه ملکي کور توغندی توغولی، چې له امله یې د ماشو

Back to announcements