د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه

hakimi-moi
1


د بهسود د امنیتي وضعیت څارونکي پلاوي خپلې موندنې له کورنیو چارو وزارت سره شریکې کړې.
د میدان‌وردک ولایت د بهسود ولسوالۍ د امنیتي وضعیت ګډ څارونکی امنیتي پلاوی چې تېره اونۍ یادې ولسوالۍ ته تللی و، له متنفذینو سره یې د کتنې په ترڅ کې د دې ولسوالۍ امنیتي وضعیت له نږدې وارزوه او پایله یې له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړه.
کورنیو چارو وزارت د یاد پلاوي د موندنو پر بنسټ د میدان‌وردک ولایت د بهسود مېشتو ملکي مرګ ژوبله په جدي ډول څېړي. 
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د همدې قضیې په پار د میدان‌وردکو امنیه قوماندان کابل ته راغوښتی، څو موضوع په بشپړ ډول وارزوي او د سرغړوونکو د پېژندنې په صورت کې به د دوی پر وړاندې د قانون په رڼا کې عمل ترسره شي.
د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مشرتابه ډاډ ورکوي، چې اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه به د قانون د تنفیذ او همدارنګه د خلکو د امنیت ساتنې په برخو کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او له افغانستان څخه د دفاع سپېڅلې دندې به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې په بې پرې ډول ترسره کړي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements