د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

moi-af
asdfa

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لېسو څخه فارغان او یا د معادل اسنادو لرونکي کسان د (امني، حقوقو او جنایي علومو، سرحدي، لوژستیک، کمپیوټر ساینس، ترافیک او محابسو ادارې) پوهنځیو کې د ورځني لېسانس دورې لپاره د زده کړیالانو په توګه ومني.
غوښتونکي باید لاندې شرایط ولري:
١.  د افغانستان اسلامي امارت تابعیت ولري.
۲.  عمر یې له ۱۸ کلونو کم او له ۲۲ کلونو زیات نه وي.
۳.  د لسم، یوولسم او دولسم ټولګیو د نمرو سند یا معادل اسناد ولري.
۴.  واده یې نه وي کړی او د کورنۍ د لګښتونو مسوول نه وي.
۵.  بشپړه بدني، عقلي او رواني روغتیا ولري او د فزیکي ازموینو اړین معیارونه پوره کړي (کوڼ، ړوند، ګونګ، ګوډ او یا د ژبې ستونزه و نه لري).
۶.  د جنايي جرمونو له امله پر بند محکوم شوی نه وي.
۷.  په نشه‌یي توکو، الکولي مشروباتو او نورو مسکراتو روږدی نه وي.
۸.  قد یې له ۱۷۰ سانتي مترو کم نه وي.
۹.  د سیاسي ګوندونو، سازمانونو او ډلو غړیتوب و نه لري.
۱۰.  ډسپلین منونکی وي او د اسلامي شریعت، نافذه قوانینو، د پولیسو اکاډمۍ او پوځي مقرراتو، لایحو، تعلیمنامو او اصولنامو رعایت ته ژمن وي.
۱۱.  د هېواد د پولیسو په لیکو کې اوږدمهاله خدمت ته چمتو وي.
غوښتونکي کولای شي د شنبې ورځې، د (۱۴۴۷/۸/۲۶) نېټې چې د (۱۴۰۴/۱۱/۲۵) سره سمون لري څخه تر ۱۵ ورځو پورې، هره ورځ د سهار له ۹ بجو څخه تر ۳ بجو پورې د نوم لیکنې لپاره د اړتیا وړ اصلي اسناد (برېښنايي تذکره، د دولسم ټولګي سند او ۶ قطعې عکسونه) له ځانه سره ولري او په مرکز کې د کابل پولتخنیک پوهنتون ترڅنګ د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ او په ولایتونو کې د جلب او جذب مرکزونو ته مراجعه وکړي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۲۸۰۸۰۲۸۱

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي ا

Back to announcements