خبرتیا

moi-af
sdfsdf

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وېش او تنظیم لارښود منظور شوی دی.

له همدې امله، ټولو اړوندو اشخاصو او بنسټونو ته خبر ورکول کېږي چې په وسایطو کې د جېمر دستګاوو د نصب او کارونې د جواز ترلاسه کولو لپاره دې د کورنیو چارو وزارت د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجنیرۍ ریاست د جېمرونو د تنظیم مدیریت ته مراجعه وکړي.

هغه جوازونه، لیکونه او یا استعلامونه چې د یادې مرجع له لوري نه وي صادر شوي، هېڅ ډول قانوني اعتبار نه لري.

د یادولو وړ ده چې د ټول هېواد په کچه د جېمر دستګاوو د کارونې د جواز د صادرولو یوازینۍ باصلاحیته مرجع د کورنیو چارو وزارت دی. 
ملي دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست د خپلو اړوندو مقرراتو تابع دي.

مطبوعاتي اعلامیې

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

Back to announcements