تازه خبرونهنور دلته
امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په ۹ ولایتونو کې ۳۰ تنه د غلا، ځورونو او وژنې په تړاو نیولي دي.
له منځه یي، نیمروز کې ۱۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو، شپږ غله په ننګرهار، اووه تنه په تخار کې ځورونو په تړاو، دوه غله په پکتیا، یو تن د وژنې په تړاو په سمنګان، دوه غله په کندهار او. . .
د زابل ولايت امنيه قوماندانۍ پوليسو ددغه ولايت په شاجوى ولسوالۍ کې يو موټر چې څه موده مخکې په کابل کې غلا شوى و، موندلی او په تړاو يې درې تنه له يوه ميل تومانچې سره نیولي دي.
دغه راز پوليسو ددغه ولايت په مرکز کلات ښار کې يو بل تن د موټر سايکل د غلا په تړاو نيولى دى.
همداراز د هرات امنيه قوماندانۍ منسوبينو د هرات ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې دپلټنو په مهال. . .
امنيتي ځواکونو د هېواد په لسو ولايتونو کې ٢٦ تنه د غلا، قاچاق، د ناقانونه وسلو د لېږد او نورو جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
د دې په منځ کې؛ په تخار کې دوه تنه د مهماتو، يو غل او دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو، په لغمان کې پنځه تنه غله، پنځه تنه له غزني څخه د ناقانونه وسلو د لېږد په تړاو، څلور تنه په. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د خوست له مرکزي دار الایتام څخه د فارغو شوو فاضلانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ
د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الداین حقاني خوست ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له مرکزي دار الایتام څخه د فارغو شوو فاضلانو په فراغت غونډه کې ګډون و کړ.
په دې موخه جوړه. . .
د هېواد په اتو ولايتونو کې ۴۰ تنه د غلا، ځورونې، قمار، د غير قانوني وسلو ګرځولو، د نشه يي توکو د کارولو او له کوره د تېښتې په تور ونيول شول.
د هغو په منځ کې؛ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو په نيمروز کې اته تنه د غلا، قمار وهلو او له کوره د تېښتې په تور نيولي، څلور تنه د ناقانونه وسلو د لېږد او پنځه تنه وسله وال او مسلکي. . .
د جلب او جذب لویې قوماندانۍ د ۳۴ ولایتونو او ساحوي زونونو د جلب او جذب قومندانانو او مرستیالانو د وړتیا لوړونې درې ورځنی ښوونیز او لارښود سیمینار پای ته ورسید.
د پای په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو مرستیال الحاج ستر پاسوال مولوي نور جلال جلالي، د پولیسو اکاډمۍ لوی قومندان مولوي عبدالحکیم (همت) اخندزاده، د پولیسو لوړو زده کړو. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزير په پکتیا کې دوو جلا ناستو ته وينا وکړه
د کورنیو چارو سرپرست وزير محترم خليفه سراج الدين حقاني د پکتیا مرکز ګردېز او وزې ولسوالۍ کې جوړو شوو ولسي ناستو کې ګډون وکړ.
د پکتيا يو قومي مشر حاجي محمد "ګردېزي" خليفه صاحب ته د ښه. . .
۳ ولایتونو کې؛ څه باندې ۱۶۰ جریبه د کوکنارو کروندې ویجاړې شوې
د هلمند نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ددغه ولایت په بېلابېلو برخو کې ۱۵۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
همداراز، څه د پاسه یو هکتار ځمکه په بلخ او شاوخوا ۹ جریبه په لغمان. . .
د کورنیو چارو وزارت د حکم له مخې مولوي کفایت الله ملنګ د پنجشېر امنیه قومندانۍ د امنیت امر وټاکل شو.
ښاغلی ملنګ د مراسمو په ترڅ کې د پنجشېر د والي حافظ محمد اغا حکیم او د یاد ولایت د امنیه قومندان له لورې رسمآ مسؤلینو ته معرفي او خپلو کارونو یې پیل وکړ.