د کورنیو چارو وزارت لخوا په کلکانو ولسوالۍ کې اصلاحي سیمینار جوړ شو
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د لوی ریاست اړوند، د ولسي پولیسو د ریاست له لوري د کابل ولایت د کلکانو ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې یو ورځنی علمي او اصلاحي سیمینار جوړ شو.
په دغه سیمینار کې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د دعوت او ارشاد مرستیال، سمونمل ملا یار محمد احمدي د کلکانو ولسوالۍ منسوبینو او پولیسو ته په خپلو خبرو کې وویل:
«د پولیسو دنده د خلکو د ورځني ژوند د امنیت تامینول او د اسلامي نظام ساتل دي، چې دا چاره جدي نظم او اطاعت ته اړتیا لري.»
ورپسې د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر استازي، مولوي محمد قاسم ابراهیمي په خپل بیان کې وویل، چې د تېرو شلو کلونو ټولې سرښندنې او قربانۍ د الله (ج) د رضا او د اسلامي نظام د ټینګښت په خاطر وې، نه د چوکۍ او قدرت ترلاسه کولو لپاره.
همدارنګه د کلکانو ولسوال، مولوي شریف الله مسلم د داسې علمي او اصلاحي سیمینارونو جوړول خورا ګټور وبلل او پولیس یې له ولس سره پر ښې رویې او نېک چلند مکلف کړل.