د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته سفر وکړ
الحاج شیخ عبدالرحمن منیر او ورسره مل پلاوي پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې لاړل او د دغو دواړو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو سره یې د نشهیي توکو له شومې پدیدې سره د مبارزې او له اړمنو کسانو سره د مرستې په څرنګوالي په جلا جلا ناستو کې وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
معین صاحب په دې جلا ناستو کې د یادو دواړو ولایتونو د سیمه ییزو چارواکو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د اسلامي شریعت په رڼا کې یې د نشهیي توکو د کښت او کارولو د زیانونو او نارواوالي په اړه هم خبرې وکړې.
همداراز په دې لیدنه کې د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې، او د سوالګرو د راټولولو په هکله یادونه وشوه او ټینګار وشو چې مسلکي (حرفوي) سوالګر او مستحق اړمن باید وپېژندل او جلا شي؛ ترڅو له اصلي اړمنو سره اړینې مرستې وشي او مسلکي سوالګر قانون ته وسپارل شي.
د دواړو ناستو په پای کې، د یادو ولایتونو والیانو او نورو سیمه ییزو چارواکو خپلې اړتیاوې له معین صاحب سره شریکې کړې او همدارنګه یې د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.