د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۱۵
ششیب

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د خپلو جلا ـ جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۸ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو د کابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.

له نیول شویو کسانو سره ۱,۲۴۳ دانې نشه‌يي ګولۍ او له درې کیلوګرامو څخه زیات تریاک هم ترلاسه او ضبط شوي دي.

همداراز، د کندهار ولایت د میوند، سپین بولدک او غورک ولسوالیو په مربوطاتو کې د نشه‌یي توکو د پروسس او تولید یوه فابریکه کشف او له منځه یووړل شوه. له دغې فابریکې څخه له ۸ زره کیلوګرامو څخه زیات ومان او نور په نشه‌یي توکو کې لومړني مواد هم ترلاسه شوي دي.