خبرونه
پلازمېنه کابل: پولیسو ۲۶ تنه له یوه اندازه نشه یي توکو سره نیولي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په پلازمېنه کابل او ولسوالیو کې ۲۶ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو ۴ زره او ۳۸۶ نشه یي ګولۍ او یوه اندازه. . .
نیمروز کې؛ پولیسو ۴ تنه له ۴۰۳ کیلو نشه یي توکو سره نیولي
د نیمروز نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو وروستیو څو ورځو کې څلور تنه له ۴۰۲ کیلو تریاکو او یو کیلو ګرام هیرویینو سره نیولي دي.
همداراز پولیسو ددغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د نشه یي. . .
۷ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي
امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، بلخ، هرات، ننګرهار، پکتیکا او پروان کې ۲۲ کسان د غلا، وژنې، زور ویلو او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، تخار کې اووه تنه د. . .
۳ ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو یوه کارخونه کشف او ۱۴ تنه نیول شوي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو اووه تنه په هرات او درې تنه په بلخ کې نیولي دي.
همداراز پولیسو د نشه یي توکو یوه کارخونه په خوست کې موندلې او یو تن یې په. . .
نیمروز کې؛ پولیسو د نږدې ۲۰۰ کیلو تریاکو د قاچاق مخنیوی کړی
د نیمروز نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په دلارام ولسوالۍ کې دوه تنه له ۱۹۵ کیلو تریاکو سره چې په یو موټر کې یې ځای په ځای کړی و، نیولي دي.
امنیتي ځواکونو؛ په اتو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي
امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هېواد په اتو ولايتونو کې ٣٠ تنه د غلا، قاچاق، قمار او ټپي کولو په تړاو نيولي دي.
له منځه یې؛ ننګرهار کې اته تنه د غلا په تړاو، بلخ کې نهه تنه د. . .
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د کلچه پزي سيمه کې د نوي برادران هوټل نوم هوټل کې د ګاز ډبې چاودنې پېښې له امله اور لګېدنه رامنځته شوې ده.
د پېښې ځای ته د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د اطفايي مدیریت منسوبین رسیدلي چي اور يي مړ کړی دی. په دغه پېښه کې کوم چاته ځاني زيان نه دی رسیدلی خو د يو موټر سایکل په ګډون د یو نیم میلون. . .
فراه او نیمروز کې؛ پولیسو نشه یي کروندې تخریب او ۴۰ کیلو تریاک نیولي دي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۹۳ جریبه د کوکنارو کښت د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې له منځه وړی او ۱۶۸۱ کیلو نشه یي توکي یې ددغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې نیولي او سوځولي دي.
همدارا. . .
له نهو ولایتونو څخه ۳۲ تنه نیول شوي، یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي
د پولیسو ځواکونو، ۳۲ تنه د غلا، وژنې، جعل کارۍ، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو د هیواد په نهو ولایتونو کې نیولي
له دې ډلې، اوه تنه د غلا او یو بل تن د وژلو په تړاو په ننګرهار. . .