پولیسو ۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه په هرات ولایت کې د غلا په تړاو او یو تن په زابل ولایت کې د وسلې د ناقانونه لېږد په تړاو نیولي دي.
همدارنګه، د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۸ فیره د دهشکې مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.