په هلمند کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید لس کارخونې کشف او له‌منځه یوړل شوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۳۰
asdfa

د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د دې ولایت په باغران ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د پروسس او تولید ۱۰ کارخونې کشف او وسوځولې.

همداراز په یادو عملیاتو کې ۸۰۰ لیټره تیزاب او له ۲۱ زرو کیلوګرامو څخه زیات سود، هاک او ومان هم کشف او له‌منځه یوړل شول.