خبرونه
هلمند کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د لاس لرلو په تور نیول شوي
هلمند کې پولیسو دوه تنه چې د پیسو په مقابل کې یې ځوانان د ترهګرو طالبانو لیکو ته جذبول؛ نیولي دي.
نیول شویو کسانو له دې سره چې ځوانان یې د پیسو په مقابل کې د ترهګرو طالبانو لیکو ته. . .
کنړ کې له ترهګریزې پېښې مخنیوی شوی.
د کنړ ولایت په وټپور ولسوالۍ کې یو تن د ترهګریزې پېښې د ترسره کولو په تور نیول شوی دی.
یاد کس چې د داعش ډلې د ګل حکیم د ګروپ غړی و، له یو شمېر وسلو، نظامي تجهیزاتو او ریموت کنټرول ماین. . .
خوست کې دوه تنه د غیر قانوني وسلو د ګرځونې په تور نیول شوي.
د خوست ولایت په مرکز اړوند سیمو کې دوه تنه چې غیر قانوني وسلې يې ګرځولې؛ د ملي پولیسو له خوا نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو له غیر قانوني وسلو څخه د خلکو په ځورولو کې ګټه اخیسته، چې د ملي. . .
د کابل ښار د لا ښه او خوندي امنیت په موخه ګډه غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د کابل امنیه قوماندانۍ په لوئ تالار کې د ښار امنیتي حوزو آمرینو، جنايي مدیرانو، د کابل ملي امنیت ریاست امنیتي حوزو امرینو، د کابل پوهنې ریاست استازي، د کابل ښاروالۍ استازو. . .
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۹۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل
د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، د دې ولایت په اچین ولسوالۍ، دوهمې او درېیمې ناحیې اړوند سیمو کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور. . .
کابل کې د نشه يي توکو ۱۷ پرچون پلورونکي ونیول شول.
د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د تېرې یوې اونۍ د عملیاتو په ترڅ کې؛ ۱۷ تنه د نشه يي توکو پرچون پلورونکي، د دې ښار له بېلابېلو سیمو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه نهه کیلو. . .
بلخ کې د سړک غاړې یو ځای پر ځای شوی ماین کشف او خنثی شو
نن د بلخ ولایت د مزار شریف ښار د څلورمې ناحیې اړوند په کبابي کوڅه سیمه کې، د سړک پر غاړې یو ځای پرځای شوی ماین چې له لرې کنټرولېده، د ملي پولیسو له خوا کشف او خنثی شو.
د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د قوماندانۍ څلوېښت تنو منسوبینو د ماینونو د خنثی کولو او د کړکېچ پر وړاندې د غبرګون په برخو کې د عملي او نظري زده کړو له بشپړېدو وروسته ستاینلیکونه ترلاسه کړل.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال ارکان حرب خوشحال سعادت د پولیسو ځانګړو قطعاتو کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او د ځانګړو قطعاتو له ټولو زړورو منسوبینو څخه یې مننه وکړه چې تل. . .
خوست کې ملي پولیسو د څو جلا قضیو په تړاو شپږ تنه نیولي.
د خوست ولایت ملي پولیسو د وژنې، غلا او نشه يي توکو په څو جلا قضیو کې شپږ تنه نیولي دي. نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
همداراز؛ د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي. . .
