د کابل ښار د لا ښه او خوندي امنیت په موخه ګډه غونډه ترسره شوه.

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۲ - ۱۷:۴۴
01

یاده غونډه چې د کابل امنیه قوماندانۍ په لوئ تالار کې د ښار امنیتي حوزو آمرینو، جنايي مدیرانو، د کابل ملي امنیت ریاست امنیتي حوزو امرینو، د کابل پوهنې ریاست استازي، د کابل ښاروالۍ استازو او د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو د ګذر وکیلانو په ګډون د کابل ښار د لا ښه او خوندي امنیت او د پولیسو او خلکو ترمنځ د لا ښې همکارۍ په موخه جوړه شوې وه لومړی د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال ارکان حرب خوشحال سعادت په پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمونو، زورواکو او انسان تښتوونکو پروړاندې په جدي مبارزې ټينګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې د کورنیو چارو وزارت رهبري به د زورواکو او انسان تښتوونکو  په برخه لا ډېر جدي او ګړندي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي سعادت وویل، دا چې له نننۍ غونډې څخه زموږ موخه له امنیتي ځواکونو سره د خلکو لا زیاته همکاري او همغږي ده نو موږ د خپلو خلکو د ریښتینې خدمتګارانو په توګه د پولیسو په لیکو کې ټول هغه منسوبین چې د روابطو په اساس ګمارل شوي او په دندو کې ناغیړي کوي له دندو ګوښه او پر ځای به یې ښه مسلکي او باظرفیته کدرونه وګمارو.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د کابل ښار د ګذر وکیلانو او د غونډې له ټولو ګډون والو څخه وغوښتل چې له امنیتي ځواکونو سره خپله دوامداره همکاري وکړي څو په ښار کې د جنايي جرمونو ګراف په ټولیزه توګه راښکته شي.
وروسته د کابل امنیه قوماندان او د کابل ملي امنیت رئیس خبرې وکړې او یاده ګډه غونډه یې د پولیسو او خلکو ترمنځ د لا ښه باور او اعتماد د رامنځته کېدو لپاره خورا ارزښتمنده وبلله او د کابل ښار د ګذر له وکیلانو څخه یې وغوښتل چې له پولیسو سره لکه د پخوا په شان خپله دومداره همکاري ولري.
د غونډې په پای کې د کابل ښار د ګذر وکیلانو له امنیتي ځواکونو سره په خپلې کلکې همکارۍ ټينګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په خپلو سیمو کې به د هر ډول مشکوک عمل په صورت کې له امنیتي ځواکونو سره خپله کلکه همکاري کوي.