کنړ کې له ترهګریزې پېښې مخنیوی شوی.

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۳ - ۱۷:۲۳
04

د کنړ ولایت په وټپور ولسوالۍ کې یو تن د ترهګریزې پېښې د ترسره کولو په تور نیول شوی دی.
یاد کس چې د داعش ډلې د ګل حکیم د ګروپ غړی و، له یو شمېر وسلو، نظامي تجهیزاتو او ریموت کنټرول ماین سره نیول شوی دی.
نیول شوي کس غوښتل چې کنړ کې په ترهګریزې کړنو لاس پورې کړي، چې موخې ته تر رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا ونیول شو.