د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د قوماندانۍ څلوېښت تنو منسوبینو د ماینونو د خنثی کولو او د کړکېچ پر وړاندې د غبرګون په برخو کې د عملي او نظري زده کړو له بشپړېدو وروسته ستاینلیکونه ترلاسه کړل.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال ارکان حرب خوشحال سعادت د پولیسو ځانګړو قطعاتو کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او د ځانګړو قطعاتو له ټولو زړورو منسوبینو څخه یې مننه وکړه چې تل یې د خپلو دندو پر مهال دښمن ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي.
ښاغلي سعادت د پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو ته کلکه سپارښتنه وکړه چې د زورواکو، غاصبینو او قانون ماتوونکو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي او هر هغه څوک چې د هېواد درې رنګه ملي بیرغ او خلکو ته سپکاوی کوي د هغوی پر وړاندې به رحم نه کوئ او له پښو یې وغورځوئ.
ستر امنیتي معین د پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو څخه وغوښتل چې د دندو پر مهال دې خپلو تجهیزاتو او همسنګره ملګرو ته لا ډېر پام وکړي څو د خپلو همسنګره ملګرو او مجهزو تجهیزاتو سره د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان لا نور وځپي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو ته ډاډ ورکړ چې ولسمشر او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه غړي به ستاسې کلک ملاتړ کوي او ستاسې ټولو ستونزو ته به رسیدګي کېږي.
وروسته د پولیسو ځانګړو قطعاتو قوماندان مل پاسوال میراحمد عظیمي هم د ځانګړو قطعاتو منسوبینو له لوري د ټولو ترسره شویو عملیاتو ستاینه وکړه او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي ته یې ډاډ ورکړ چې د پولیسو ځانګړو قطعاتو زړور منسوبین به د خپلو پلان شویو عملیاتو له مخې خپلو دندو ته په پوره مېړانه، افغاني غرور او لوړو انګېزو سره دوام ورکوي.
هېره دې نه وي چې د پولیسو ځانګړو قطعاتو یادو منسوبینو ته د کورنیو او بهرنیو استادانو له لوري عملي او نظري زده کړې ورکړل شوي چې د عملیاتو پرمهال به دښمن لا نور له کلکو ماتو سره مخ کړي.
په پای کې پر ټولو فارغ شویو منسوبینو باندې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، د پولیسو ځانګړو قطعاتو قوماندان، د ۲۲۲ مې، ۳۳۳ مې قطعې قوماندانانو او کورنيو او بهرنیو استادانو له لوري ستاینلیکونه ووېشل شول.