خوست کې ملي پولیسو د څو جلا قضیو په تړاو شپږ تنه نیولي.

د خوست ولایت ملي پولیسو د وژنې، غلا او نشه يي توکو په څو جلا قضیو کې شپږ تنه نیولي دي. نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
همداراز؛ د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي پولیسو له خوا دوه تنه غله نیول شوي دي.
یادو غلو د صرافۍ سرای په سیمه کې د یوه صراف څخه د غلا موخه درلوده؛ چې له یو میل تنفګچې، یو عراده موټر او یو شمېر نورو مهماتو سره ونیول شول.