خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۰:۴۳
Background image

ننګرهار؛ د زرګونه کیلو نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی شوی

د ننګرهار امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو  له څو ورځو راهیسي د عملیاتو په لړ کې د ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۳ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هرات: د نشه یي توکو کارخونه ترلاسه او ۲۰ تنه نیول شوي

نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د هرات په مرکز او ولسواليو کې ۲۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو نيولي دي.

له نيول شويو کسانو يو کيلو هيرويين، الکولي څښاک او نشه يي ګولۍ هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۰:۵۹
Background image

نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د عملياتو په لړ کې کندز کې ۶ تنه له ۲۰ کيلو چرسو سره،  يو تن په دايکندي نيولی او په غور کې د نشه يي توکو يوه کارخونه له دوه ټنه ومانو  او ۲۰ لېټره تېزابو سره  سوځولي ده.

نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د عملياتو په لړ کې کندز کې ۶ تنه له ۲۰ کيلو چرسو سره،  يو تن په دايکندي نيولی او په غور کې د نشه يي توکو يوه کارخونه له دوه ټنه ومانو  او ۲۰ لېټره تېزابو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۹:۵۸
Background image

د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت د دفتر رئیس مل پاسوال الحاج مولوی حسیب الله احمدي په مشرۍ پلاوي په ولایتونو کې د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي او د کمېټو جوړولو لپاره پروان ولایت ته سفر وکړ.

ددغه سفر په لړ کې ښاغلي احمدي او مل پلاوي د پروان له والي مولوي قدرت الله امیني، امنیه قومندان محترم قاری محمد جاوید ضیالرحمن، استخباراتو رئیس، ولایتی رئیسانو او یو شمیر مسؤلینو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیالۍ په ولایتونو کې د عامه پوهاوي او د نشه یي توکو د له منځه وړلو په موخه د کمېټو د پیل لړۍ له میدان وردګ ولایت څخه وکړه.

دغه لړۍ چې موخه یې په میدان وردګ ولایت او ولسوالیو کې د نشه یي توکو د مخنیوي په موخه د عامه پوهاي او کمېټو منځته رواړول دي په پرانېسته کې د نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیالۍ د دفتر رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۳۱
Background image

امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په ننګرهار، خوست، دایکندي، نورستان او تخار کې د غلا، وژنې، ناقانونه ښکار او له کوره د تېښتې په تړاو ۲۰ تنه نیولي دي.


له منځه یې، دایکندې کې اته تنه د دعوې پر مهال د ۹۰۰ میوه لرونکو ونو د وهلو په تړاو، ننګرهار کې درې غله، نورستان کې څلور تنه د ناقانونه ښکار کولو په تړاو، تخار کې دوه تنه د الوتونکو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۳۱
Background image

امنيتي ځواکونو  په ۱۲ ولايتونو کې ۳۶ تنه  د غلا، جوارګرۍ، ناقانونه وسلې ساتلو او نورو جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي.

 

له دوی؛ هلمند کې ۱۰ مسلکي او وسله وال غله،  بغلان کې يو تن د وژنې او ۹ تنه د جوارګرۍ په تړاو،  دايکندي کې يو تن د غلا او دوه تنه د فزيکي شخړې په تړاو، دوه غله په بلخ، دوه  تنه د وژنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۳۱
Background image

۳۶ تنه نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له ځانګړو زده کړو  فارغ شول

 

په همدې موخه جوړيو شويو مراسمو کې چې د پوليسو قومندانۍ په روزنېز مرکز کې جوړ شوي وو، ۳۶ تنه د “ د نشه يي توکو پېژندل” په نامه له مياشتنيو زده کړو فارغ شول.

په مراسمو  کې د نشه يي. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۹
Background image

د کورنیوچارو محترم وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشردوستانه او پرمختیايي چارو نوي مشر او د یوناما مرستیال سره وکتل. 

پرون ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري او پرمختیايي چارو مشر او یوناما مرستیال ښاغلي اندریکا رتواتي د کورنیو چارو له وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني سره و کتل.

په پیل کې د. . .

Pagination