کابل کې پر ۲۵۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې ووېشل شوې

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۱۱
asdfas

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې، د کابل ولایت د بادام‌باغ په سیمه کې پر ۲۵۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو نغدي مرستې ووېشلې. د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته چې مخکې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، ۵ زره افغانۍ ورکړل شوې. مسؤلینو د اړمنو لاسنیوی د اسلامي او انساني مسئولیت برخه وبلله او ټینګار یې وکړ چې له مستحقو کسانو سره مرستې باید دوام ومومي.